مذهبي سخت دریځۍ کۍ پښتانه هرڅه له لاسه ورکوي
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

پښتانه د ډیورند د تپلې کرښې  پر دواړوغاړو له ۶۰ میلیونو څخه زیا تیږي .  په سیمه کې تر پنجاب روسته له تاجیکانو ، ازبکانو ، قزاقیانو ، فارسیانو ، ترکمنانو ، بلوڅانو او نورو وړو غټو قومونو څخه زیات دي .

 په جغرافیوي او تاریخي لحاظ پښتانه او د دوی سیمه د یادشویو قومونو ترمنځ مرکزي حیثیت لري او تل يي د یووستون او پیوستون دنده  ترسره کړېده . په تېر تاریخ کې پښتنو د ملي حکومتونو په لرلو سره ، د سیمې په سوکالۍ او پرمختګ کې لویه ونډه اخیستې ده .

نن د سیمې ډېرګړي یادشوي قومونه خپل ملي حکومتونه لري او هر قوم پخپل اداري ، کلتوري ، اقتصادي او سیاسي مرکز راغونډ دی . په دې سربېره ګاونډ او د سیمې نور هېوادونه په سوله او امنیت کې ژوند کوي . ترخپل منځ او نړۍ سره په سوداګرۍ ، اقتصاد ، کلتور او پوهنیزو چارو کې راکړه ورکړه لري . له نړۍ څخه خپلې اړتیاوې اخلي او د نړیوالو اړتیاوو په پوره کولو کې وړه ونډه لري .

خو پښتانه د ګاونډو سیالو قومونو ترمنځ یوازیني قوم دی چې د ډيورنډ کرښې پر دواړو غاړو واحد اداري ، پوځي ، سیاسي ، کلتوري ، ژبني او اقتصادي مرکز لکه څنګه چې پکار دی ، نلري . که څه هم کابل د پښتنو اداري او سیاسي مرکز پتوګه یادیږي خو کابل هیڅکله پښتنو لپاره یادشوی رول نه دی لوبولای . کابل کې تېرشوی او موجود واکمنان د هغو لاملونو په له منځه وړلو کې پاتې راغلي چې پرکابل يي د پښتنو د راغونډېدلو مخه ډب کړی . دغه لاملونه که څه هم زیات دی خو د واک بي انصافه ویش تر ټولو غوښن او ښکاره لامل ګڼلی شو او هغه هم چې د واک په ویش کې د پاکستان ، ایران او نورو لاس څرګند دی . بلخواد ډیورنډ پورې غاړه پښتونخوا کې لومړی په انګریزي او روسته پنجابي ښکیلاک کې د واحد مرکز درلودل ناشونې خبره ده .

خو ددې ټولو نیمګړتیاوو سره سره ،  هغه لوی خطر او ناورین چې د پښتنو سټه او بیخ لړځوي پښتنو کې تر حده زیات مذهبې سخت دریځۍ ته لمن وهل دي .

که هر څه رانه اخلي خو افکارمې رانه مه اخله     په دې کې مې خپل قوم ته سخت تاوان لیدلی دی

ارواښاد الفت

 ځیني دوستان پوښتنه کوي چې خپله پښتانه په ځان پوري بمونه تړي د پښتنو مشران (په کندهار کې يي په څو تېرو کلونو کې پینځه سوه پښتانه مشران وژلي دي ) ، ډاکټران ، ښوونکي او استادان وژني ؛ د نجونو پر مخ تیزابونه پاشي ؛  د پښتنو په سیمو کې سرکونه ، ښوونځي او روغتونونه ړنګوي په داسې کار کې د پښتنو د ګاونډ قومونو ګنا څه ده ؟ ځیني داسې هم وايي ترڅو چې پښتانه له خپله منځه مذهبي سخت دریځي لکه د حقاني ، ملاعمر او ګل بدین ډله لری نکړي د دوی په شتون کې نور قومونه په پښتنو باور نه کوي . یا وايي که پښتانه ځان له دغو ترهګرو بېل نکړي په افغانستان کې به ګډ ژوند او ګډ حکومت شونی نه وي . د سیمې او ګاونډ هېوادونه هم له هغه شرغوبل څخه چې ترهګرو په افغانستان کې جوړ کړی سرټکوي ، ځان نارامۍ کې احساسوي او ګرمتیا او پړه ټوله پر پښتنو وراچوي . امریکا او د هغو ملګري خو دا وايي ملاعمر د دوی لومړی نمبر دوښمن بن لادین ته ځای ورکړی وو او ملاعمر له هغه سره یوځای د نیویارک د برجونو په الوځولو کې لاس درلود .

لنډه داچې ددغو ترهګرو په شتون کې پښتانه سیمې او ټولې نړۍ ته نوم بدي ، بې تمدنه ، شاړوشډل او د نړۍ امنیت ته ګواښ ګڼل کیږي .

بلخوا بیخي څرګنده ده چې ترهګر د پښتنو سیمې ته د پاکستان ، ایران او نورو په مرسته او ملاتړ راغلي دي . پښتانه خپله دومره شونتیاووې چې ترهګر راغونډ کړي ، هغوی وروزي ، په وسلو يي سمبال کړي او د ترهګریزو موخو لپاره يي افغانستان یانې خپل کور ، کشمیر او نورو ځایونو ته واستوي چې هغه ویجاړ کړي  په لاس کې نلري . دا هم د پښتنو دوښمنانو یو تور دی چې پښتنو پسې ویل کیږي .

خو چې باد نه وي پاڼې نه ښوریږي !

پښتانه باید هم له ترهګرو سره خپل برید مالوم کړي . پښتانه باید د ملاعمر ، ګل بدین او حقاني ډلو سره چې د پنجاب په ملاتړ او مرستو ترهګر شوي او په ریښتیني ترهګر دي خپله لاره پاکه کړي .

کوز پښتانه هم باید د ملا فضل الرحمان ، قاضي حسین احمد ، ملا صوفي محمد ، محسود او نورو سره خپل حساب پاک کړي . که پښتانه له دغو ترهګرو سره چې که څه هم د دوی نه دي او پنجاب او نورو ورته رامخته کړي حساب پاک نکړي ، ددغو ترهګرو په تور به تل ټکول کیږي . هم به ورته نور خلک ترهګر روزي ، هم به په همدغو ترهګرو پښتانه تورنوي او هم به يي د پښتنو د وهلو ، ټکولو او له منځه وړلو لپاره  ځانته لارې اسانه کړي وي .

پښتانه او په تېره بیا د پښتنو روڼ اندې باید په دې وپوهیږي ، لوبه څونه چې فکر کیږي هونه اسانه نه ده . دلته معادله څو مجهوله ده .

سیمه او نړۍ لومړی پښتنو لپاره ترهګر روزي ، په دې ترهګرو پښتانه تورنوي چې ټول ترهګر دي او هم پرې پښتانه وژني ، بیا خپله د خپلو روزلو ترهګرو د له منځه وړلو په پلمه هم پښتانه وژني او په دې تور چې پښتنو ترهګرو ته ځای ورکړی او ترهګر شوی بیا هم پښتانه وژني .

چاره دا ده چې مټې رابډ وهو او د پښتنو پر سر او برخلیک د ۲۱ مې پيړۍ دغه پيچلې او خونړۍ غمیزه خپلو پښتنو او ورسره نړیوالو ته راوسپړو . ترټولو لومړی باید د پښتنو او د پښتنو په کور دننه د ترهګرو ترمنځ پوله او برید روښانه کړو . د مذهب پنوم ټول تنظیمونه چې افغانستان او کوزې پښتونخوا لپاره پنجاب ، ایران او یا نورو جوړ کړي او اوس هم په وسلواله توګه یا د مذهبي توندلارۍ په نظریاتو د پښتنو د ملي ګټو او موخو ، د ترهګرو په نوم د پښتنو د تورنولو او د پښتنو د وژلو په نیت کاریږي ، هغو سره ټول پښتانه خپلې اړیکې پرې کړو او له خپله منځه يي وشړو . ترهګرو د نیتونو او موخو د رسواکولو لپاره باید لاس پکار شو . هغوی چې ډاریږي ترهګر به بیا په سیمه او افغانستان واکمن شي او له دې کبله چوپ او بېوسه دي باید په دې وپوهیږي چې لمر هیڅکله له لویدیځ ( مغرب ) څخه نه راخیژي او په ۲۱ مه پيړۍ کې مذهبي سخت دریځۍ ته ځای نشته .

که پښتانه او د هغوی روڼ اندې په پښتنو کې د مذهبي توندلارۍ مخې ته همدا اوس ډب نشي ، سبا په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ تور نوم له ځانه نه شي لري کولای او د څو ترهګرو په لاس به په ترهګرۍ تور شوي پښتانه نشي سپينولای .

مذهبي سخت دریځۍ کې پښتانه خپل حاکمیت ، تاریخ ، ملي هویت او لنډه دا چې هرڅه له لاسه ورکوي !

د ۲۰۱۰ کال د اګست ۱۱ مه

 


August 15th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات